اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي په وفاق درې وارغ د بريد كولو غوندې به د پي ټي آئي د صوبائيت كارډ او سول نافرمانۍ تحريك هم ناكامه شي٬ په 26 ??وم??ر د پي ټي آئي د مهمو كسانو چې په كومو خب??و اتفاق شوے ؤ ٬كه د هغوي كاركنانو ته معلومه شوه نو د ډېرې بې عزتۍ سره به مخ شي ٬ ځينې خب??ې زمونږ سره امانت دي٬د پي ټي آئي باني پېغامونه هم زمونږ سره محفوظ دي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزېشن ليډر عم?? ايوب د اعتراض نكتې په ځواب د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د 26 ??وم??ر 14 ورځې وشوې ٬ هغوي ته تراوسه پورې دا معلومه نه كړه چې 12 كسان په حق رسېدلي يا 278 ٬ تراوسه پي ټي آئي د 12 كسانو شناختي كارډ نمبر٬د وارثانو يا د هغوي قبرونه رامخې ته نه كړل۔دا ډول هوائي خب??ې د اولس د اجتماعي سوچ سپكاوے دے۔ده ووئيل اپوزېشن ليډر د خپل تقرير نيم ساعت وخت د ټوپكو په خصوصيات ضائع ??ړو ٬پي ټي آئي كښې چې څومره اختلافات دي٬هر يو كس جلا جلا بيانونه وركوي٬ ده ووئېل د پي ټي آئي چې څومره هم لارښود دي هغوي ټول جلا جلا بيانونه وركوي٬پي ټي آئي پخپله خب??ه نه اودرېږي۔ده ووئيل اوس هغوي د صوبائيت كارډ استعمالولو هڅه كړې٬د هغوي مشرانو وړاندې هم د هېواد تقسيمولو لپاره كارډ استعمال كړے٬نن دوي هم هغسې كارډ استعمالوي۔ده ووئيل څلور واړه صوبې د وروڼو غوندې دي٬كه د هغوي په وينا د پاتې صوبو څخه وګړي نه دي راغلې نو د تعصب خب??ه ولې كېږي۔ ده ووئېل د كے پي كے څخه د پوليس پشمول سركاري ملازمان راوستلې شوي٬د دې ذمه واري د چا ده۔ده ووئيل د كے پي كے وزيراعلٰی دا هم ذمه واري ده چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬د ځپليو سره همدردي وكړي خو داسې نه ده شوې۔ده ووئيل د پي ټي آئي لارښودو لپاره چې كله د شپې د اډياله زندان دروازې پرانستلې شوې نو باني په سنګجاني كښې احتجاج ته اتفاق و??ړو خو بشری بي بي نه منله۔ده ووئيل وېډيوز موجود دي چې څوك څه وخت تښتېدلې٬ ده ووئېل د كے پي كے وزيراعلٰی د كے پي هاؤس څخه په غرونو او 12 ضلعو كراس كولو پېښور ته رسېدلے۔ده ووئيل پي ټي آئي اوس د سول نافرمانۍ كال وركړے٬لس كاله وړاندې هم هغه دا كال وركړے ؤ خو څوك هم دې ته تيار نه وو ۔ده ووئيل په 26 ??وم??ر چې كومو كومو خب??و ته اتفاق شوے و٬كه وركرز د هغې څخه خب?? شو نو دوي به د ډېرې بې عزتۍ سره مخ شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي د څلور كلنې حكمرانۍ نتيجو سره نن هم پاكستان مخ دے٬هغوي چې كوم څه كړي وو نن هم د هغې د پټولو هڅې كوو۔د دفاع وزير ووئيل هغوي دې اول د كے پي كے د اولس خذمت وكړي٬په څو كاله كښې ترهه ګر صوبې ته بيا راوستلو سره آباد كړې شوي۔نن د كے پي كے حالات د ټولو په وړاندې دي۔
Nguồn bài viết : ketqua